۰

د امریکا او طالبانو تر منځ شپږم پړاو خبرې نن پیلېږي

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې د دوی او امریکايي استازو تر منځ پر افغان سوله شپږم پړاو خبرې پیل شوې دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ شپږم پړاو خبرې نن پیلېږي
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې د دوی او امریکايي استازو تر منځ پر افغان سوله شپږم پړاو خبرې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ دغه خبرې نن چهارشنبې د غوایي ۱۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو ویل کېږي د امریکا او طالبانو دا ځلي خبرې به تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دغه راز له القاعده او نورو ترهګرو ډولو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکولو ورټولوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته قطر ته رسېدلی دی.

هغه پرون سه شنبې د غوايي ۱۰ مه اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال باجوه او نورو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

پاکستانی رسنۍ وایي، امریکايي او پاکستاني لورو د افغان سولې په برخه کې پر همکارۍ او مرسته ټینګار او موافقه کړې ده.

خپله خلیلزاد هم تر دغه لیدنو وروسته ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې او اسلام آباد کې یې خپل سفر پای ته رسولی دی.

نوموړی، زیاته کړې، چې پاکستان د بین الافغاني ‌‌‌‌‌‌ډيالوک او مذاکراتو د تسریع کولو ملاتړ کوي او ژمن دی چې په افغانستان کې د تشدد په راکمولو کي مرسته وکړي.

خليلزاد وايي«زه پدې خوشحاله یم چي پاکستان غواړي د افغان سولې په ارتباط د سیمه ایزې اجماع په جوړولو کي رغنده نقش ولوبوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پای کې وايي نور د عمل وخت رارسېدلی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر اسلام آباد وړاندې، کابل، مسکو او برېتانیا ته هم سفرونه درلودل او د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي