له دوه ورځو خبرو او بحثونو وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوی او کاري کمېټې وټاکل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشورتي لویه جرګه د تېرې دوشنبې( غوايي ۹مه) د ولسمشر په وینا سره پیل شوه، چې په همغه لومړی ورځ یې استاد عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر په وړاندیز او د جرګې د غړو په تایید رییس وټاکل شو.
د رییس له ټاکل کېدو وروسته د جګړې غړي د ځینو اختلافاتو امله د اداري پلاوي په ټاکل کېدو ونه توانېدل او دغه ستونزې نېږدې دوه ورځې دوام وکړ.
خو د دوهمې ورځې په پای کې ناوخته د جرګې غړي وتوانېدل، چې اداري پلاوی وټاکي.
دوی د جرګې د رییس لپاره پنځه مرستیالان او دغه راز پنځه تنه منشیان ټاکلي دي، چې د جرګې د جوړېدو کمېسیون د چارواکو له خوا یې نومونه اعلان شول.
د جوړېدو کمېسیون د چارواکو په وینا محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د مشورتي لویې جرګې د مرستیالانو په توګه انتخاب شوي دي.
دغه راز رفیعالله حیدري، موسی رحیمي، عرفانالله، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د دې جرګې د منشیانو په توګه غوره شوي دي.
باید و ویل شي، چې پرون د مشورتي جرګې د ۵۱ کمېټو لپاره مشران او منشیان ټاکل هم شوي او دې کمېټو خپل بحثونه پیل کړي دي.
د یادونې ده، چې د سولې مشورتي لویه جرګه، ۳۲۰۰ غړي لري، ۵۱ کمېټې او هره کمېټه یې ۸۱ تنه غړي لري.
جمهورخبري آژانس:کابل