۰

غزني او هرات کې ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۲
ملي دفاع وزارت په غزني او هرات ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۵۵ وسله واالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
غزني او هرات کې ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په غزني او هرات ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۵۵ وسله واالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د غوایي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان او بهرنیو ځواکونو د غزني په ګیرو، آب بند او ده یک ولسوالیو کې پر طالبانو ۷ منظم او هدفمند هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم طابانو تر اوسه څه ویلي دي.

بل خوا دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې افغان ځواکونو د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه بریدونه د عبدالرحمن مشهور په مالدر چې د طالبانو یو مهم قوماندان دی پر غړو شویو دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د مالدار د وراره غلام مصطفی په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي