ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزارت ته لارښونه کړې، چې له کوچي ځوانانو سره د کانکور ازموینې لپاره د تیارۍ او دغه راز د بورسونو په برخه کې د مرستي لازم پلانونه طرحه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون سه شنبه د غوايي ۱۰ مه د ولسي تړون تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا په ملي کنفرانس کې کړې دي.
سرچینه د ولسمشر له قوله زیاته کړې، چې په لومړي ځل د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، چې د کرنې، مالدارۍ، روغتیا او لوړو زده کړو په برخه کې به ولګول شي.
ښاغلي غني ویلي، کوچیان یو قوم نه، بلکې لوی ټبر او د ملي وحدت استازي دي نوموړي زیاته کړې چې د اوبو د مدیریت په څېر باید د افغانستان مالدارۍ ته هم اساسي پاملرنه وشي.
ولسمشر زیاته کړې، هر وزارت ته یې لارښوونه داده چې د کوچیانو لپاره خپل انکشافي پروګرامونه په درې اونیو کې له ده شریک کړي.
نوموړي وویل« ژر تر ژره د کوچیانو څړځایونو، د اوړي او ژمي مېنو کې د اوبو د اسانتیاو برابرول غواړم او همدارنګه په نویو ابادېدونکو ځمکو کې کوچیانو ته ځانګړې برخه غواړم او له ځمکو څخه د استفادې لپاره باید د دوی ځوانان وروزل شي.»
دغه راز د ولسي تړون تر چتر لاندې د کوچیانو د ملي پراختیا پروګرم کې ولسمشر غني، کرهڼې مالدارۍ روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو ته لاښوونه کړې تر څو د کوچیانو د مالدارۍ د ودې، هغوی ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرونې او دغه راز له کوچي ځوانانو سره د کانکور ازموینې لپاره د تیارئ په برخه او د بورسونو په عرصه کې د مرستي لازم پلانونه طرحه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل