کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۱ وسله والو طابانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پولیسو تېره شپه د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې د دوه سرګروپانو قاري رحمت الله او ملا شېر محمد په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړط، چې د عملیاتو پر مهال دوه امنیتي سرتېري هم سربېرن ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل