ننګرهار کې یو ملا امام او یو بل سپین ږیری وژل شوي دي

11 ثور 1398 ساعت 11:34

ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو کسانو په جلا جلا بریدونو کې یو ملا امام او یو بل تن سپین ږیری وژل شوي دي.


ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو کسانو په جلا جلا بریدونو کې یو ملا امام او یو بل تن سپین ږیری وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي خلک وايي، دواړه پېښې نن چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه په جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، لومړی ناپېژانده وسله والو کسانو د بهسود ولسوالۍ د بلند غر په سیمه کې د یوه جومات ملا امام په ډزو و واژه.

د ځايي خلکو په وینا د بلند غره د جومات ملا امام قاري فیض محمد نومېږي نن سهار د وسله والو په یوه غلچکي برید کې و وژل شو او برید کوونکي یې له سیمې په تېښته بریالي شول.

له همدې امله د سیمې خلکو په لاریون لاس پورې کړی او د جلال آباد – کابل لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

لاریون کوونکي وايي، حکومت باید د قاري فیض محمد قاتلین ونیسي او د قانون سره سمه جزا ورکړي.

بل خوا نن د جلال آباد ښار په جوی هفت سیمه کې هم یو سپین ږیری د نامعلومه موټر سایکل سپرو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دا قومي سپین ږیری د چا او د کوم لامل له مخې وژل شوی دی او نه هم د ننګرهار سیمه ییزه چارواکو په دې اړه څه ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هدفي وژنو زور اخیستی او په تېره یوه اونۍ کې دا پنځمه پېښه ده چې رامنځ ته کېږي.

تر دې وړاندې ناپېژانده وسله والو په جلال آباد ښار کې یو ترافیک او یو بل عام وګړی هم وژلي و او دغه راز د یوې سیمه ییزې رادیو خبریال عمران لمر یې ټپي کړی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 116029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com