۰

ولسمشر غني د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره وکتل

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۰
ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره ولیدل او په بېلا بېلو موضوعاتو یې یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره وکتل
ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره ولیدل او په بېلا بېلو موضوعاتو یې یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګه نن چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه ناسته پرون ماښام په چهار چنار ماڼې کې تر سره شوه، چې د امنیتي او دفاعي سکتور او سیمه ییزه ارګانونو ادارې چارواکو هم په کې ګډون کړی وو.

خبرپاڼه وايي، د والیانو له ډلې ځینو هغو، د امنیت د لاښه تامین، د افغان ځواکونو د اکمال، همغږۍ، عملیاتو دقت، خلکو ته ښه خدمت، سولې او ثبات او د مخالفینو د تمویل سرچینو پر وچولو خپل وړاندیزوه له ولسمشر سره شریک کړل.

والیانو ویلي، هر والي د سولې د تامین لپاره له ولسونو سره په ګډه هلې ځلې کوي خو وړاندیز یې دا دی، چې د پوهنې، اطلاعاتو کلتور او حج او اوقافو وزارتونه دې د دښمن د تبلیغاتو او افراطي افکارو د مخنیوي لپاره د خلکو د اذهانو د روښانولو او عامه پوهاوي منظم پروګرامونه خپاره کړي.

سرچینه زیاتوي، وروسته د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس محمدمعصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي په امنیتي برخو کې د والیانو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د دوی وړاندیزونه به جدي ونیول شي او امنیتي او دفاعي ارګانونه به په هغو برخو کې ګډ اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر له والیانو څخه د مشورتي لویې جرګې لپاره د ولس د استازو د انتخاب لپاره د مناسبې او ملي فضا د برابرولو او له امنیتي او دفاعي ارګانونو څخه د یادې جرګې د ښه امنیت د تامین له امله مننه وکړه او وې ویل، د جرګې اصلي موخه د سولې پروسې ته جهت ورکول او د افغانانو مالکیت دی، ځکه د ولس له مشورې او نبض پرته سوله نشي راتلی.

ښاغلي غني ویلي، امنیتي او دفاعي سکتور او د ملي امنیت شورا دې د دوی تحلیلونه او وړاندیزونه جدي ونیسي او لارښوونه یې وکړه، چې له عدلي او قضایي ارګانونو، انکشافي او سکتوري وزارتونو سره دې هم د والیانو جلا جلا غونډې جوړې شي، تر څو دوی خپل تحلیلونه او وړاندیزونه له هغوی سره شریک کړي.

محمداشرف غني والیانو ته په ټينګار وویل، چې د اشخاصو پرځای باید په معیارونو تمرکز وکړي او له ولسونو سره په ګډه د عامه نظم په ساتلو کې همکاري وکړي. خلکو ته لا ښه خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي