پکتیا کې د حقاني شبکې یو استخباراتي مسوول وژل شوی دی

11 ثور 1398 ساعت 12:25

کورنیو چارو وزارت پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني شبکې د یوه استخباراتي مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت پکتیا ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني شبکې د یوه استخباراتي مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د غوایي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په کوه سین او ادرم خېلو سیمه کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ لپاره د حقاني شبکې استخباراتي مسوول وژل شوی او درې نور ملګري یې ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د حقاني شبکې دغه وژل شوی استخباراتي مسوول شېر زمان نومېږي، چې په محمد عمر مشهور وو، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com