۰
داودزی:

مشورتې لویه جرګې به جالب اړوخونه ولري، سیاسیون او طالبان یې باید پایله ومني

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۲
د سولې د مشورتې لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر محمد عمر داودزی وایي، له دې جرګې به جالب موارد راوځي، چې طالبان او سیاسیون باید د هغې پایلې ومني.
مشورتې لویه جرګې به جالب اړوخونه ولري، سیاسیون او طالبان یې باید پایله ومني
د سولې د مشورتې لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر محمد عمر داودزی وایي، له دې جرګې به جالب موارد راوځي، چې طالبان او سیاسیون باید د هغې پایلې ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي نن چهارشنبې د غوایي ۱۱ مه د جرګې د اداري پلاوي او کاري پلان په اړه یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې د جرګې اداري پلاوی بشپړ شوی او ټولو ۵۱ کمېټو په کار پیل کړی دی.

د هغه په وینا محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د مشورتي لویې جرګې د مرستیالانو په توګه انتخاب شوي دي.

دغه راز رفیع‌الله حیدري، موسی رحیمي، عرفان‌الله، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د دې جرګې د منشیانو په توګه غوره شوي دي.

نوموړی وایي، چې د جرګې له ۵۱ کمېټو د ۱۳ هغو رییسان او د ۲۸ نورو منشیان مېرمنې دي، چې ټولو کمېټو نن د اصلي اجنډا پر سر بحثونه او کار پیل کړی دی.

ښاغلی داودزی زیاتوي، چې دغه کمېټې په د نن ورځې تر پای پورې د خپل کار راپورونه وړاندې کړي او په ټاکلي وخت به پای ته ورسېږي، خو که خلاص نه شول ښایي نیمه یا هم یوه ورځ نوره هم وغځېږي.

که څه هم ښاغلي داودزي په دې اړه نور جزیات ور نه کړل خو ټينګار یې وکړل، چې«له دې جرګې به ځینې جالبې برخې راووځي، چې په پای کې به ولیدل شي.»

دی وایي، جرګه به په پای کې د خپلو وړاندیزونو نوملړ، افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

هغه دا جرګه د افغانستان په تاریخ کې ستره او هر اړخیزه او ټول شموله جرګه وبلله او ویې ویل، چې طالبان باید د هغو پایلې ومني.

د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون د خپلو خبرو په بله برخه کې دا هم و ویل، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره خبرې روانې دي، چې د جرګې په وروستۍ ناسته کې ګډون وکړي او دغه راز له سیاسیون چې د دې جرګې په اړه یې شک څرګند کړی هم وغوښتنه وشي، چې ګډون په کې وکړي.

ښاغلي داودزي د خپلو خبرو په پای کې روان کال د سولې کال وباله او هیله یې وښوده، چې تمه لري، په دې کال کې هېواد له تل پاتې او باغزته سولې برخمن شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي