۰
د افغانستان فکري نهضت:

د سیاسیون نه ګډون د مشورتي لویې جرګې مشروعت له منځه وړی

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
د افغانستان فکري نهضت ټولنه وايي، دا چې ګڼ شمېر سیاسي څېرو، ګوندونو او انتخاباتي ټکټونو د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه دی کړی، د دغه جرګې مشروعیت تر سوال لاندې دی.
د سیاسیون نه ګډون د مشورتي لویې جرګې مشروعت له منځه وړی
د افغانستان فکري نهضت ټولنه وايي، دا چې ګڼ شمېر سیاسي څېرو، ګوندونو او انتخاباتي ټکټونو د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه دی کړی، د دغه جرګې مشروعیت تر سوال لاندې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې غړو نن چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې دا جرګه د حکومت فرمایش دی او ټول شموله نه ده.

د دې ټولنې مشر محمد رضا مصباح په ناسته کې و ویل، چې د جرګې غړي د حکومت له خوا ټاکل شوي او اجنډا یې هم له وړاندې د حکومت له خوا چمتو شوې او معلومه ده.

د هغه په وینا ګڼو سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو په دې جرګه کې ګډون نه دی کړی او دا جرګه یې یوه کمپایني جرګه بللې، نو ځکه یې مشروعیت تر سوال لاندې دی.

نوموړي و ویل نه یوازې دا چې په جرګه کې ګڼو سیاسي څېرو ګډون نه دی کړی، بلکې بې وخت او غیر ضروري په لار اچول شوې، چې مثبتې پایلې به ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني ولسمشر په ګډون د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم، د ولسمشر د ۱۱ نوماندانو ټیمونو او یو شمېر سیاسي ګوندونو له وړاندې دغه جرګه تحریم کړې او دا یې یو ولسمشر غني د ټیم له خوا یوه کمپایني جرګه بللې ده.

باید و ویل شي، چې د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه د تېرې دوشنبې د غوایي ۹مه د ولسمشر په وینا پرانستل شوه، چې مشر یې پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف وټاکل شو.

دغه جرګه ټول ۳۲۰۰ غړي او ۳۰۰ مېلمانه لري، چې اداري پلاوی یې هم ټاکل شوی او ۵۱ ګونو کمېټو یې نن په اصلي اجنډا کار پیل کړی دی.

د جرګې د جوړېدو کمېسیون مشر عمر داودزي نن په یوه خبري غونده کې و ویل، چې د جرګې اصلي اجنډا دا ده، چې حکومت ته د سولې په تړاو مشورې ورکړی.

دی وايي، د جرګې کمېسیونونه به د نن ورځې تر پایه پورې خپل راپورونه وړاندې کړي او وروسته به د هغوی وړاندیزونه، له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې سره شریک کړای شي.

جمهور خبري آژانس:عبدالجلیل سروش

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي