۰

ولسمشر غني قطر ته د صلاح الدین رباني د سفر مخنیوی وکړ

چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۲
ټاکل شوې وه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په یوه رسمي سفر قطر ته ولاړ شي، خو په وروستیو شېبو کې ولسمشر غني د هغه د سفر مخینوی کړی دی.
ولسمشر غني قطر ته د صلاح الدین رباني د سفر مخنیوی وکړ
ټاکل شوې وه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په یوه رسمي سفر قطر ته ولاړ شي، خو په وروستیو شېبو کې ولسمشر غني د هغه د سفر مخینوی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې باوري سرچینې طلوع نیور تلوېزیون ته ویلي، ښاغلي رباني غوښتل، چې قطر ته ولاړ شي او د اسیايي هېوادونو د همکارۍ ناسته کې ګډون وکړي، خو په وروستیو شېبو کې د ولسمشر غنی له خوا د دې سفر څخه راګرځول شوې دی.

د سرچینې په وینا په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د رباني ګډون ځکه مهم و، چې ټاکل شوې ده، د اسیايي هېوادونو د همکارۍ ټولنې مشري ترکیې ته ورکړل شي.

که څه هم ارګ تر اوسه د دغه خبر پخلی نه دی کړي، خو له دې ښکاري، چې په دې وروستیو کې د کابل او دوحې تر منځ اړیکې خړې شوې دي.

قطر ته د رباني د سفر لغو کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې څه موده وړاندې قطر کې د افغان حکومت، سیاسیون او طالبانو تر منځ ناسته لغوه شوه.

دغه ناسته پر افغان سوله د خبرو لپاره جوړېده، چې افغان حکومت ورته ۲۵۰ کسیزه پلاوی ټاکلی و، خو په وروستیو شېبو کې قطر ورته یو بل نوملړ ولېږه، چې ورسره سم افغان حکومت دا ناسته لغوه کړه.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم ولسمشر غني په یوه غونده کې ویلي و، چې له پاکستان وروسته له قطر وار دی، چې باید له طالبانو سره خپلې اړیکې روښانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي