۰

خلیلزاد او ملا عبدالغني برارد سره لیدلي دي

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مرستیال او قطر سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
خلیلزاد او ملا عبدالغني برارد سره لیدلي دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مرستیال او قطر سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او ملا برادر پرون چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې وړاندې له دې چې د امریکايي او طالب پلاو خبرې پیل شي سره لیدلي دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په مهمو اړخونو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې د ملا برادر له قوله وايي، خلیلزاد ته یې ویلي، دامهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي( له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل) نهايي شي.

ملا عبدالغني برارد ټینګار کړی، چې دا به د مسئلې د نورو اړخونو حل ته لاره پرانیزي او له دې نه مخکې نورو خبرو ته نشو داخلیدای.

خبرپاڼه وايي، په دې ناسته کې فیصله وشوه چې خبرې به پیلیږي او په نوموړو ټکیو به په تفصیل سره بحث کیږي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون د ټولو موضوعاتو په اړه موافقه بشپړه شي.

تر اوسه خلیلزاد په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي