قطر هم افغانستان ته سفیر رالېږي

12 ثور 1398 ساعت 9:20

ټاکل شوې قطر هم د لومړي ځل لپاره افغانستان ته خپل سفیر راولېږي.


ټاکل شوې قطر هم د لومړي ځل لپاره افغانستان ته خپل سفیر راولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د قطر د امیر دفتر ویلي دغه هېواد اول ځل افغانستان ته سفیر لېږي.

قطر په داسې حال کې افغانستان ته سفیر لېږي، چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان اړیکې ښې نه دي خو قطر وايي دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا ښه کېدو لپاره کوي.

د افغانستان او قطر د اړیکو د خړېدو په اړه ډېر معلومات نشته، خو ښايي د طالبانو پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې چندان ښې نه وي.

ځکه د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دی او قطر په نړۍ کې یواځنی هېواد دی، چې طالبان په کې سیاسي دفتر لري.

دا دفتر پر ۲۰۱۳ کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره پرانیستل شو او دا مهال د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو مهمو طالب مشرانو سره په دوحه کې استوګن دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com