۰

د بریتانیا د دفاع وزیر له دندې ګوښه شوی

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
د برېتانیا لومړۍ وزیرې تریزا مې د دغه هېواد د دفاع وزیر ګوین ویلیمسن د ځينو حساسو معلوماتو د افشا کولو له امله له دندې لرې کړې دی.
د بریتانیا د دفاع وزیر له دندې ګوښه شوی
د برېتانیا لومړۍ وزیرې تریزا مې د دغه هېواد د دفاع وزیر ګوین ویلیمسن د ځينو حساسو معلوماتو د افشا کولو له امله له دندې لرې کړې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تریزا مې ویلي، ویلیمسن په دې تور لرې کړی، چې د 5G انټرنیټ پیلولو او په دې پروژه کې د ټکنالوژۍ چینایي شرکت واوې ته په ونډې ورکولو پټې خبرې یې افشا کړې دي.

د دې معلوماتو له افشا کولو وروسته د بریتانیا کابینې په دې پروژه کې چنیایي واوې شرکت ته په ونډې ورکولو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا چاره به د بریتانیا کورني امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړې ټینګار کړی، دا ډاډه ده چې دا معلومات ویلیمسن افشا کړې دي نو له همدې امله باید له دندې ګوښه شي.

تریزا مې د نوموړي پر ځای پېني مورډانټ د دفاع نوې وزیره ټاکلې ده،‌ چې دا به د برتانیا په تاریخ کې د دفاع لومړنۍ ښځینه وزیره وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي