د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې پاکستان کې مېشتې وسله والې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.
د جمهور آژانس د له مخې ملګرو ملتونو له وړاندې هڅه کوله، چې دغه ډله او مشر یې په تور لېست کې شامل کړي، خو هر ځل به د چین له مخالفت سره مخ شول.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، مسعود اظهر چې په پاکستان کې اوسي، د دې لپاره په تور لېست کې داخل کړ، چې له القاعده شبکې او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لري.
راپورونه وايي، وروسته تر دې د جیش محمد ډلې بندیز او د دغه ډلې مشر په تور لېست کې شامل کړي، چې چین هم موافقه وکړه.
باید و ویل شي، چې د جېش محمد ډله له ۲۰۰۱ میلادي کال را په دې خوا د ملګرو ملتونو په نړیوال ترورستي لېست کې ده.
دا ډله په پاکستان کې ده او د فبروري د ۱۴مې نېټې د برید مسؤلیت یې منلی دی چې په کشمیر کې یې ۴۰ هندي سرتیرې ووژل. دا پیښه د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو لامل شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل