۰

ناپېژانده وسله والو غزني کې شمس العارفان زیات په بمونو الوزولی

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو غزني ولایت کې د شمس العارفان په نوم زیات په بمونو الوځولې دی.
ناپېژانده وسله والو غزني کې شمس العارفان زیات په بمونو الوزولی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو غزني ولایت کې د شمس العارفان په نوم زیات په بمونو الوځولې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۱۱مه) شاوخوا درې بجې د شمس په کلي کې چې دغه زیارت هم په کې دی رامنځ ته شوې ده.

د سیمې خلک وايي، د شپې درې بجې یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېده، خو کله چې سهار را ووتل ګوري چا د شمس العارفان زیات په کنډواله بدل کړی دی.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیر هم تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو د شمس العارفان زیات په بمونو الوزولی خو په وینا یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، شمس العارفان زیات د غزني له مهمو تاریخي آبدو څه یو و، چې په دې وروستیو کې یې ځینې برخې رغول شوې هم وې.

تر اوسه د دې زیات د الوزولو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي