۰
د سولې مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کمېټو غوښتنې!

اوربند، مخامخ خبرې، طالبانو ته دفتر، د تېرو لاس ته راوړنو ساتنه، د امنیت شورا تضمین

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
د سولې مشورتي لویې جرګې د ۵۰ ګونو کمېټو د راپور ورکولو لړۍ له پیل سره سم تر غرمې پورې د ۲۵ کمېټو مشرانو د خپلو وړاندیزونو، غوښتنو او طرحو راپور وړاندې کړ.
اوربند، مخامخ خبرې، طالبانو ته دفتر، د تېرو لاس ته راوړنو ساتنه، د امنیت شورا تضمین
د سولې مشورتي لویې جرګې د ۵۰ ګونو کمېټو د راپور ورکولو لړۍ له پیل سره سم تر غرمې پورې د ۲۵ کمېټو مشرانو د خپلو وړاندیزونو، غوښتنو او طرحو راپور وړاندې کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې څلورمه ورځ نن پنشنبې د غوايي ۱۲ مه د استاد سیاف له خوا پیل او په کې یې له ګډونوالو وغوښتل، چې هره کمېټه دې خپل راپور وړاندې کړي.

ښاغلي سیاف و ویل، چې د ټولو کمېټو د راپورنو اورېدو وروسته به د دغه ټول راپورونه سره یو ځای او له نچوړ څخه به یې یوه ګډه اعلامیه جوړه کړي، چې د جرګې په وروستۍ ناسته کې به واورول شي.

د کمېټو د مشرانو له خوا د راپورو ورکولو لړۍ د پیل سره سم تر غرمې پورې ۲۵ کمېټو خپل راپورونه وړاندې کړل، چې تر ډېره به کې د ټولو غوښتنې او وړاندیزونه یو شان وو.

د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند کول، هېواد کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانستل، له حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې، د ۱۸ کلونو لاس ته راوړڼو، اساسي قانون، ملي حاکمیت، جمهوري نظام ساتنه، د ټولو سیاسي ډلو واحد نظر او اجماع، د ښه نیت په موخه د واړو طرفونو د یو شمېر بندیانو خلاصون، له تور لېسته خبرو کې د شامل طالب مشرانو نومونه لرې کول، په بهرني سیاست کې توازن او ځینې نورې هغه داخلي وړاندیزونه او غوښتنې وې، چې د ۲۵ کمېټو له خوا مطرح شوې.

دغه راز د افغانستان په کورنیو چارو کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د لاسوهنو مخنیوی، د ترهګرو ډولو د تمویل سرچینو وچول، له ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشارونه زیاتول، په افغانستان کې د نیابتي جګړو درول، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د بامسوولیت وتلو مهال وېش، د هغوی له خوا تر سولې پورې د ځواکونو نه ایستل، په افغانستان کې تل پاتې سوله او د سولې په صورت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا، ګاونډیانو او ځینو نورو سیمه ییزه هېوادونو له خوا د دغه موافقې تضمین هغه بهرنۍ غوښتنې او وړاندیزونه و، چې د جرګې برخوالو وړاندې کړل.

دغه راز د جرګې د یو شمېر ډېرو کمېټو مشرانو او دغه راز د جرګې رییس ښاغلي سیاف هم له هغه سیاسیون چې یاده جرګه یې تحریم کړې یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې راشي او ګډون په کې وکړي.

د جرګې ګډونوالو دغه راز افغان حکومت او د هېواد سیاسیونو ته ځینې مشخص وړاندیزونه هم درلودل او پر ملي یووالي او له یوه ادارسه یې د سولې د خبرو پر مخ وړولو باندې ټینګار وکړ.

پر حکومت یې غږ دا و، چې ټولنیز عدالت تامین کړي او هغه غیر مسوولې وسله والې ډلې چې د ټولنې نظم اخلالوي منحل کړي او دغه راز یې پر سیاسیون غږ وو، چې نور ملت په خپل انحصار کې ونه ساتي، بلکې پرېکړو ته یې درناوی وکړي.

باید و ویل شي، چې د ماسپښین تر ۲ بجو وروسته به د جرګې پاتې ۲۵ کمېټې هم خپل راپورونه وړاندې کړي او تر هغې وروسته به یې له نچوړه یوه ګډه اعلامیه ترتیب شي، چې ښايي سبا د جرګې په پای غونده کې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي