۰
دي نیوز:

طالبانو د عباس ستانکزي پر ځای ملا فاضل د خبرو د مرکچي پلاوي مشر ټاکلی

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
یوې پاکستاني رسنۍ د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د دوی مشرتابه شورا له امریکا سره د خبرو د مرکچي پلاوي له مشرۍ ملا شېر محمد عباس ستانکزی لرې کړی دی.
طالبانو د عباس ستانکزي پر ځای ملا فاضل د خبرو د مرکچي پلاوي مشر ټاکلی
یوې پاکستاني رسنۍ د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د دوی مشرتابه شورا له امریکا سره د خبرو د مرکچي پلاوي له مشرۍ ملا شېر محمد عباس ستانکزی لرې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په راپور کې د دغه طالب سرچینې د قوله ویلي، چې د عباس ستانکزي پر ځای ملا محمد فاضل د دوی د مشرتابه له خوا ټاکل شوی دی.

که څه هم قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشري اوس د ملا عبدالغني برارد پر غاړه ده، خو له دې وړاندې له امریکا سره خبرې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ مخ ته وړل کېدلې.

ورځپاڼې بې له دې چې د خپلې سرچینې نوم واخلي، د هغې له قوله لیکلي«زه یې په دلیل نه پوهېږم چې ولې د ملاعباس ستانکزي پر ځای بل څوک ټاکل کېږي خو اورېدلي مې دي چې مشرانو احساس کاوه چې نوموړي په مناسب ډول د طالبانو استازیتوب نه شوای کولی.»

دغه سرچینې زیاته کړې، چې ستانکزی به بیا هم د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شامل وي، خو د دوی د پلاوي مشري به نه کوي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملا فاضل د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته امریکا ونیوه او ګوانتانامونو زندان ته یې واچوه او هلته یې څو کلونه تېر کړل، خو څو کاله وړاندې د یوه امریکایي افسر په بدل کې له ځینو نورو طالب مشرانو سره یو ځای خلاص او قطر ته ولېږدول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ شپږم پړاو خبرې پرون چهارشنبې د غوايي ۱۱ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي.

طالبانو تایید کړې، چې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برارد د امریکايي پلاوی له مشر زلمي خلیلزاد سره لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

طالبانو د ملا برادر له قوله ټینګار کړی، تر چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو او دغه راز د نورو پر ضد  افغان خاورې نه کارولو موضوع وروستۍ شوې نه وي، پر نورو مسایلو خبرې نه شي کېدی.

خو امریکايي چارواکو بیا ټينګار کړی، چې په قطر کې له طالبانو سره خبرې پر څلورو ټکو، د سرتېرو پر ایستلو، له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کولو، له افغان حکومت سره پر مخامخ خبرو او اوربند راڅرخي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي