سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت په ځينو سیمو بمبار او راکېټي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۲ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه تېره شپه (د غوايي ۱۱ مه) د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پاکستانی ځواکونو له خوا شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان سمونوال سید احمد بابازی وايي، پاکستاني ځواکونو د شپې ۱۱ بجې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د سور کنډو، پڅې مېلې، خړه وړه او کاڼي سيمو يو شمېر کلي په نښه کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستانی ځواکونو په دغه هوايي او توپچي بریدونو کې څلور ملکي افغانان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په دې بریدونو کې ۸ کورونه نړېدلي او ۲۰ موټر هم تخریب شوي دي.
د خوست ولسوال محمد عظیم مجاهد هم ویلي، چې پاکستاني چورلکو د سپېرې ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې او پاکستاني ځواکونو توپچي بریدونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل