۰

پکتیکا: د واده د مراسمو په ډوډۍ کې ۱۵۳ تنه مسموم شوي دي

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۷
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د زهرجنې ډوډۍ د خوړلو له امله ۱۵۳ کسان مسموم شوي دی.
پکتیکا: د واده د مراسمو په ډوډۍ کې ۱۵۳ تنه مسموم شوي دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د زهرجنې ډوډۍ د خوړلو له امله ۱۵۳ کسان مسموم شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۱۱مه) د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د موسی خېلو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالهادي هاشمي وایي، دغه کسانو د واده په مراسمو کې زهرجنه ډوډۍ خوړلې، چې له امله یې مسموم شوي دي.

د هغه په وینا مسموم شوي کسان ۱۵۴ کسان روغتون ته وروړل شوي، چې ۱۲۰ تنه یې تر درملنې وروسته رخصت شوي او ۳۴ نور یې لا هم تر درملنې لاندې دي، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

دی وایي، چې د پېښې د لا څېړلو لپاره ډاکترانو خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د سیمې خلک وايي، په مسموم شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د ډوډۍ تر خوړلو وروسته ورته کانګې او اسهال پیدا شو.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي