۰
عطامحمد نور:

حکومت د مشورتي جرګې په جوړېدو او نتیجه ګیرۍ کې ناکام وو

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور وايي، د حکومت مشرتابه هڅه کوله، چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خپل حکومت دوام تمدید کړي، خو ویې نه شوی کولای خپله دغه موخه د جرګې پر ګډونوالو تحمیل کړي.
حکومت د مشورتي جرګې په جوړېدو او نتیجه ګیرۍ کې ناکام وو
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور وايي، د حکومت مشرتابه هڅه کوله، چې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خپل حکومت دوام تمدید کړي، خو ویې نه شوی کولای خپله دغه موخه د جرګې پر ګډونوالو تحمیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور د جرګې تر پای ته رسېدو وروسته پر خپله فسبوک پاڼه د جرګې له ګډونوالو مننه کړې، چې حکومت یې دې ته پرې نښود، چې خپلې غوښتنې او اهداف پرې ومني او د جرګې مسیر ته انحراف ورکړي.

هغه ویلي سره له دې، چې د جرګې په جوړېدو، میلیونونه ډالر ولګول شول، سوداګرو او د هېواد اقتصاد ته میلیونه ډالر زیان واوښت، پلازمېنه یوه اوونۍ رخصت وه، او د لارو بندښت د یوې ماشومې د مړینې لامل شو، د دغه فرمایشي جرګې لاس ته راونه څه وه، چې د سولې په تړاو په نورو غونډو کې پرې خبرې نه وي شوې.؟

نوموړي زیاته کړې، حکومت د دې فرمایشي جرګې په جوړلو سره، چې تړلې امنیتي فضا، د رسنیو له سترګو لرې او د څو تنو ګډونوالو، چې غوښتل یې اعتراض وکړي، ولې وځپل شول، و ایستل شول غوښتل، چې د حکومت دوره تمدید کړي، د سترې محکمې د فرمایشي پرېکړې لپاره د استازو تایید تر لاسه او په ټول کې د سولې پروسه انحصار کړي.

خو په وینا یې له نېکه مرغه داسې ونه شول، حکومت هم د جرګې په جوړولو او هم یې په نتیجه اخیستنه کې ناکام، خو افسوس پر دې، چې ټولې سرچینې بې ځایه ولګول شوې.

د یادونې ده، چې د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه، چې د ۳۲۰۰ غړو او ۳۰۰ مېلونو په ګډون د تېرې دوشنبې د اوايي ۹ مه کابل کې پیل شوې وه، پرون جمعه د غوايي ۱۳ مه پای ته ورسېده.

د جرګې غړو په ۵۰ کمېټو کې په یوه خوله د اوربند، د بین الاافغاني خبرو، د زندانیانو د خلاصون، د نظام، اساسي قانون، ملي حاکمیت او تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوړنو د ساتنې، طالبانو ته په افغانستان کې د دفتر ورکولو، له مهال وېش سره سم د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې له تړون وروسته د نړیوال ضمانت او د ګاونډیو د نه مداخلې غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د جرګې په وروستۍ وینا کې سولې ته د چمتوالي او د جرګې غوښتنو ته د درناوي په خاطر و ویل، چې د جرګې پرېکړې به د حکومت نقشه وګرځوي او عمل به پرې وکړي.

هغه د ښه نیت ښودو په موخه د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان وکړ، او دغه راز یې د اوربند او طالبانو ته د دفتر ورکولو ته چمتوالی وښوده.

خو له دې ټولو سره طالبانو په یوه اعلامیه کې د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت له لوري یوه نمایشي او له انزوا څخه د ولسمشر غني د ژغورلو هڅه بللې او د جرګې وړاندیزونه یې رد کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه جرګه کې ګډونوال زیاتره هغه کسان وو چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې په حکومت کې دندې تر سره کړې، نو ځکه یې د دوی په وینا هڅې هم د اشغالګرو ملاتړ او د هغوی پاتې کېدل دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي«دا جرګه په هېڅ ډول له ولسه استازتوب نه شي کولی، په داسې حال کې، چې نیمايي سیاسیون او د کابل ادارې ورسره پرېکوڼ کړی وو، دا جرګه یوازې د پیسو د لګولو، د خلکو د افکارو د بوختولو او د غني د انزوا څخه د ژغورل هڅه وه.»

باید و ویل شي، چې د جرګې د ګډونو یوه غوښتنه هم د زندانیانو د خلاصون وه، چې ولسمشر غني هم د ۱۷۵ زندانیانو د خلاصولو اعلان وکړ او دغه راز یې پر طالبانو غږ وکړ، چې خپل کمېسیون راولېږي تر څو د نورو زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې وکړي.

خو طالبانو چې دوی تر اوسه ګڼ شمېر زندانیان خوشي کړي دي او خپل دې کار ته ښايي دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي