۰

افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو پر یوه لوی پټنځایه عملیات کړي

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۴
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر پټنځای عملیات تر سره کړي دي.
افغان ځواکونو کندهار کې د طالبانو پر یوه لوی پټنځایه عملیات کړي
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر پټنځای عملیات تر سره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د غوایي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو پر دې پټنځایه برید کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او څو کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو هم د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه يي توکو په یوه زېرمه عملیات کړي دي.

سرچینه کاږي، چې په دې عملیاتو کې له ۷۰۰ کیلوګرامه زیات نشه يي توکي، چې تریاک، خشخاش او بنګ دانې په کې شاملي دي له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي