کنړ کې د داعش پر تعلمي مرکز برید کې د ازبکستاني وسله والو عمومي مشر وژل شوی

14 ثور 1398 ساعت 11:28

ملي دفاع وزرت وایي، کنړ ولایت کې د داعش پر یوه لوی تعلمي مرکز هوايي برید شوی، چې په کې د ازبکستاني وسله والو عمومي مشر هم وژل شوی دی.


ملي دفاع وزرت وایي، کنړ ولایت کې د داعش پر یوه لوی تعلمي مرکز هوايي برید شوی، چې په کې د ازبکستاني وسله والو عمومي مشر هم وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د غوايي ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش پر تعلمي مرکز برید د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د دیګل سر په سیمه کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې د پېښې دقیق وخت او دا چې برید افغان او که بهرنیو ځواکونو کړی څه نه دي ویل شوي، خو زیاتوي، چې په دغه برید کې ۴۳ داعشیان وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې د ازبکستاني وسله والو عمومي مسوول اسماعیل هم شامل دی.

د وزارت په وینا اسماعیل، چې وړاندې له القاعده شبکې سره همکاري او اړیکې درلودې، په دې وروستیو کې داعش سره یو ځای شوی وو.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 116118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com