نېشنل انټرسټ خپرونه:

د سولې خبرو کې د افغان دولت ګوښي ساتل بې ګټې هڅه ده

14 ثور 1398 ساعت 11:45

نېشنل انټرسټ خپرونه لیکي، د امریکا استازی زلمی خلیلزاد ته پکار ده، چې قطر کې طالب استازو ته جدي خبرداری ورکړي، چې د سولې خبرو کې د افغان دولت څنډې ته کول ګټه نه لري.


نېشنل انټرسټ خپرونه لیکي، د امریکا استازی زلمی خلیلزاد ته پکار ده، چې قطر کې طالب استازو ته جدي خبرداری ورکړي، چې د سولې خبرو کې د افغان دولت څنډې ته کول ګټه نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لیکوال ټینګار کړی، چې خلیلزاز باید طالب استازو ته و وايي، که غواړي د افغانستان په راتلونکې کې د سیاست یوه برخه وګرځي، نو له خبرو د افغان دولت ګوښي ساتل بې ګټې هڅې دي.

دغه راز د مطلب لیکوال دا زیاته کړې، چې امریکا ته پکار ده، چې د سولې لپاره له روانو هڅو سره هم مهال د ناټو له غړو هېوادونو سره له ممکنه سولې وروسته پړاو په برخه کې هم ګډې هڅې وکړي.

لیکوال وایي، افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید په ښه توګه همغږي شي او د ترهګرۍ ضد ټلوالې غړو هېوادونو ته باید پوره وخت ور کړل شي چې خپلې اندیښنې په ډاګه کړي.

ځکه د لیکوال په وینا ښه همغږي په یوه وخت د ځواکونو وتل شونی کوي او د دې احتمال هم زیاتوي چې دا هېوادونه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ور کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد له تېرې چهارشنبې د غوايي له ۱۱ مې د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې په تړاو شپږم پړاو خبرې پیل کړې دي.

 قطر کې طالب سرچینو ویلي، چې خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش په برخه کې پرمختګ شوی خو دا خبرې پرون جمعه ځنډېدلې و، چې نن شنبې به بیا پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com