اردوغان:

ترکیه د افغان سولې او ثبات په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده

14 ثور 1398 ساعت 12:38

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاسته نن شنبې د غوايي ۱۴ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي ښاغلي عبدالله چې په یوه رسمي بلنه ترکیې ته تللي نن له ولسمشر اردوغان سره لیدلي دي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ اردغان ویلي، د افغانستان امنیت او ثبات د ترکیې لپاره مهم دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه تاریخي او ژورې اړیکې لري او حکومتونه هڅه کوي چې دغه اړیکې لا پیاوړې او بنسټيزې شي.

د ترکیې ولسشمر وايي، ترکیه د تل په څېر د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او له دوی سره به په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

ښاغلي اردوغان د سولې له پروسې او هڅو هم خپل ملاتړ او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې د جګړې د ختم او سولې لپاره مسوولانه پرېکړه وکړي.

په خبرباڼه کې ویل شوي دواړو لورو همدا راز د دوه اړخیزو، فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا هم ټینګار او خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com