سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د غوايي ۱۳مه) د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په نیاز سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري سیمه کې د جګړې او پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو پخلی کوي، خو وایي تر اوسه معلومه نه ده، چې مرمۍ د کوم لوري له خوا توغول شوې ده.
چارواکي وايي، پر کور د مرمۍ لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي خو ځايي خلک وايي، په دغه پېښه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
قومي مشرانو ویلي، د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو جسدونه د اعتراض په ډول ښار ته لېږدول خو پولیسو یې مخه نیولې ده.
بل خوا د غزني د والي ویاند وايي، په اندړ، ده یک او زنخان ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنو عملیاتو پرمهال ۲۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل