۰
د سولې او اعتدال ټیم:

د مشورتي جرګې ګډونوالو د سولې او اساسي قانون پر وړاندې د حکومت هڅې شنډې کړې

شنبی ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
د محمد حنیف اتمر د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه ویلي، چې د دغه جرګې ګډونوالو د سولې او اساسي قانون پر وړاندې د حکومت ټولې هڅې شنډې کړې.
د مشورتي جرګې ګډونوالو د سولې او اساسي قانون پر وړاندې د حکومت هڅې شنډې کړې
د محمد حنیف اتمر د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه ویلي، چې د دغه جرګې ګډونوالو د سولې او اساسي قانون پر وړاندې د حکومت ټولې هڅې شنډې کړې.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه انتخاباتي ټیم نن شنبې د غوايي ۱۴ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، سره له دې چې په جرګه زیات لګښت وشوو خو دا جرګه نه عنعنوي ځانګړې درلودې او نه هم د اساسي قانون د لویې جرګې معیارونه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، پر دې سربېره د جرګې جوړېدو کابل ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي و، خو د جرګې ګډنوالو په پوره هوښارۍ او د ستاینې وړ استقامت سره د سولې او اساسي قانون پر وړاندې د حکومت ټولې هڅې شنډې کړې.

دوی ویلي، تېر ته په کتو لویه جرګه د افغانستان په فرهنګ کې د ملي یووالي او همغږۍ لامل کېدې، خو دا سفارشي جرګه د خلکو او مطرح سیاسیون تر منځ د نفاق لامل شوه.

د سولې او اعتدال ټیم د جرګې له ټولو ګډونوالو مننه او هرکلی کړي، چې د حکومت د کمپایني غوښتنې پر وړاندې کلک ودرېدل او ملي ګټې یې په پام کې ونیولې.

د ښاغلي اتمر ټیم زیاته کړې، حکومت هڅه کوله، تر څو د دغه سفارشي جرګې له لارې د خپل کار دوام ته، چې د جوزا پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، مشروعیت ورکړي، سوله انحصار کړي او د سیاسي جریانونو څنډې ته کولو ته دوام ورکړي.

خو د جرګې غړو ته په خطاب کې وايي، تاسو په ډېره هوښیارۍ سره له ګواښه ډکې او د رسنیو له سترګو لرې فضا کې د حکومت د ټولو غیر قانوني غوښتنو تر اغېز لاندې رانغلۍ او د حکومت دغه هڅه چې غوښتل یې له دې لارې انتخاباتي کمپاین وکړي ناکامه کړه.

د سولې او اعتدال ټیم وايي، دوی د بین الاافغاني سولې او د سولې لپاره د امریکا له هڅو د یوه سیاسي جریان په توګه ملاتړ کوي او بین الاافغاني خبرو کې یې فعاله ونډه درلوده.

د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه، چې د ۳۲۰۰ غړو او ۳۰۰ مېلونو په ګډون د تېرې دوشنبې د اوايي ۹ مه کابل کې پیل شوې وه، پرون جمعه د غوايي ۱۳ مه پای ته ورسېده.

د جرګې غړو په ۵۰ کمېټو کې په یوه خوله د اوربند، د بین الاافغاني خبرو، د زندانیانو د خلاصون، د نظام، اساسي قانون، ملي حاکمیت او تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوړنو د ساتنې، طالبانو ته په افغانستان کې د دفتر ورکولو، له مهال وېش سره سم د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې له تړون وروسته د نړیوال ضمانت او د ګاونډیو د نه مداخلې غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د جرګې په وروستۍ وینا کې سولې ته د چمتوالي او د جرګې غوښتنو ته د درناوي په خاطر و ویل، چې د جرګې پرېکړې به د حکومت نقشه وګرځوي او عمل به پرې وکړي.

هغه د ښه نیت ښودو په موخه د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان وکړ، او دغه راز یې د اوربند او طالبانو ته د دفتر ورکولو ته چمتوالی وښوده.

خو له دې ټولو سره طالبانو په یوه اعلامیه کې د سولې مشورتي لویه جرګه د حکومت له لوري یوه نمایشي او له انزوا څخه د ولسمشر غني د ژغورلو هڅه بللې او د جرګې وړاندیزونه یې رد کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه جرګه کې ګډونوال زیاتره هغه کسان وو چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې په حکومت کې دندې تر سره کړې، نو ځکه یې د دوی په وینا هڅې هم د اشغالګرو ملاتړ او د هغوی پاتې کېدل دي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي«دا جرګه په هېڅ ډول له ولسه استازتوب نه شي کولی، په داسې حال کې، چې نیمايي سیاسیون او د کابل ادارې ورسره پرېکوڼ کړی وو، دا جرګه یوازې د پیسو د لګولو، د خلکو د افکارو د بوختولو او د غني د انزوا څخه د ژغورل هڅه وه.»

باید و ویل شي، چې د جرګې د ګډونو یوه غوښتنه هم د زندانیانو د خلاصون وه، چې ولسمشر غني هم د ۱۷۵ زندانیانو د خلاصولو اعلان وکړ او دغه راز یې پر طالبانو غږ وکړ، چې خپل کمېسیون راولېږي تر څو د نورو زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې وکړي.

خو طالبانو چې دوی تر اوسه ګڼ شمېر زندانیان خوشي کړي دي او خپل دې کار ته ښايي دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي