۰
اروپايي ټولنه:

د دې وخت دی، چې له جګړې پرته د سولې ټول شموله مذاکرات وشي

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا وايي، د دې وخت رارسېدلي، چې له جګړې پرته د سولې ټولشموله او پراخې مذاکرې وشي.
د دې وخت دی، چې له جګړې پرته د سولې ټول شموله مذاکرات وشي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا وايي، د دې وخت رارسېدلي، چې له جګړې پرته د سولې ټولشموله او پراخې مذاکرې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رولنډ کوبیا پرون شنبې د غوايي ۱۴ مه ناوخته په خپل ټوېټر لیکلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د مذاکراتو تر څنګ جګړو هم دوام درلود، خو اوس وخت راسېدلی او پکار ده، چې دا وار له جګړې پرته پراخې او نورې هم ټولشموله خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د سولې د مذاکراتو پرم مهال د جګړې پر درېدو ټینګار کړی او له دواړو لورو یې غوښتي، چې جګړه ودروي او خبرې پیل کړي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، اوس وخت د دې رارسېدلي، چې سوله وشي، جګړه ودرول شي او وسله پر ځمکه کېښودل شي.

خلیلزاد چې دا مهال په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر خبرو پوخت دی، ټینګار کړی، چې د جګړې د شدت د کمېدو لپاره د ټولو اړخونو توافق ضروري دى.

د یادونې ده، چې کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې ۳۲۰۰ ګډنوالو هم له دواړو لورو وغوښتل، چې اوربند وکړي او خبرې پیل کړي.

خو د لویې مشورتي جرګې او د خلیلزاد تر څرګندونو وروسته طالبانو په یوه اعلامیه کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې امریکا دې د طالبانو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودلو خبره هېره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي