خلیلزاد:

امریکا چمتو ده، چې ټولې خواوې وسله پر ځمکه کېږدي

15 ثور 1398 ساعت 9:02

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکا چمتو ده، چې د افغانستان د جګړې ټولې خواوې وسله پر ځمکه کېږدي او تشدد راکم شي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکا چمتو ده، چې د افغانستان د جګړې ټولې خواوې وسله پر ځمکه کېږدي او تشدد راکم شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالب استازو سره تر څو وروځنیو خبرو وروسته پرون په یوه تازه ټوېټ کې کړې دي.

خلیلزاد دوه ورځې وړاندې هم له طالبانو سره تر خبرو وروسته په یو ټوېټ کې زیاته کړې وه، چې طالبانو ته یې په ټینګه ویلي، چې وسله پر ځمکه کېږدي.

خو د خلیلزاد تر دغه څرګندونو وروسته طالبانو په یوه اعلامیه کې خلیلزاد ته و ویل، چې امریکا باید دا هېره کړي، چې طالبان دې وسله پر ځمکه کېږدي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، امریکا باید د دې پر ځای له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او مهال وېش باید ټینګار ولري.

تر دې وروسته د امریکايي او طالب پلاوو تر منځ خبرې څه سړې معلومېدې، خو د تېرې ورځې تر خبرو چې د شپې تر ۹ بجو یې دوام درلود، وروسته دواړه خواوې خوښ ښکارېدل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د سولې په خبرو کې پر مختګ شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، چې امریکا حاضره ده، چې د افغانستان د جګړې ټولې خواوې وسله پر ځمکه کېږدي او تشدد راکم کړي.

هغه ویلي« ټولې خواوې موافقه کوي چې د تشدد کمېدا د دې نتیجې د ترلاسه کېدا لپاره ضروري ګام دی، او امریکا دې کار ته تیاره ده.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې د هرې سولې په نتیجه کې ټولې خواوې باید وسله پر ځمکه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116139

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116139/

جمهور
  https://www.jomhornews.com