دفاع وزارت:غزني کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

15 ثور 1398 ساعت 9:10

ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره شپه (د غوايي ۱۴ مه) د غزني په اندړو، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر سولې، مهمات او نقلیه وسایط یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې له نورو طالبانو سره یو ځای وژل شوي دوه قوماندانان ابو خالد او سرحدي نومېږي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو له یوې میاشتې راهیسې په غزني کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي، خو دا عملیات له تېرو دوه اوونیو راهیسې زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com