۰

کابل د پاکستان شارژدافیر احضار کړی دی

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خوست د پاکستاني ځواکونو د برید په تړاو کابل کې د پاکستان شارژادفیر احضار کړی دی.
کابل د پاکستان شارژدافیر احضار کړی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خوست د پاکستاني ځواکونو د برید په تړاو کابل کې د پاکستان شارژادفیر احضار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني ځواکونو څو ورځې وړاندې د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې بمبار او راکټي بریدونه کړي وو، چې له امله یې ۱۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د دغه تېري پر وړاندې د خوست ولسونو د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د پاکستان پر ضد اعتراض وکړ او د خپلې خاورې د دفاع لپاره یې هر ډول قربانۍ ته چمتوالی وښود.

د سیمې خلکو له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د پاکستان پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او د دغه ډول کړنو مخنیوی یې وکړي.

له دې وروسته پرون د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان د سفارت شارژادفیر احضار کړی او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، د پاکستان له خوا د افغانستان له هوايي حريم څخه سرغړونه او د پاکستاني ځواکونو بمباري چې په خوست کې د مالي او ځاني زيانونو سبب شوې، وغندل شو.

د هغه په وینا له پاکستانه غوښتنه شوې، چې د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب ته په درناوي د یوې اغېزناکې کړنلارې په توګه له افغانستان سره همکاري وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، د پاکستان له شارژدافير سره په خبرو کې غوښتنه وشوه چې اسلام اباد دې د ټولو افراطي ډلو په وړاندې له تفکيک پرته اقدامات وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي