سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بدخشان او سرپل ولایتونو کې یوې مېرمنې او یوې انجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوه پېښې پرون شنبې د غوايي ۱۴ مه د بدخشان په اشکاشم او د سرپل په مرکز کې رامنځ ته شوې دي.
د بدخشان امنیه قوماندان محمد امین وايي، په اشکاشم ولسوالۍ کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د اقتصادي ستونزو له امله په کور کې ځان زندۍ کړی او وژلی یې دی.
بل خوا د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ویلي، چې پرون د مرکز په خیرآباد کلي کې یوې مېرمنې ځانی زندۍ کړی او وژلی یې دی.
هغه وایي، د پېښې لامل معلوم نه دی، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
په ورته وخت کې د والي ویاند وايي، طالبانو په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یو قوماندان او د دې ولسوالۍ د پولیسو اداري مرستیال له ځان سره بېولي او برخلیک یې معلوم نه دی.
جمهورخبري آژانس:سرپل