سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس غلام الرحمن همدرد وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ویلي، پېښه تېره شپه (د غوايي ۱۴مه) په یوسف خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رییس همدرد کورنۍ په مرکز ښرنه کې اوسي خو هغه پرون په یوسف خېلو ولسوالۍ کې خپل کلي ته تللی وو.
د هغه په وینا د شپې وسله وال کسان ورغلي، غلام الرحمن همدرد یې له کوره ایستلی او تر وژلو وروسته یې مړی د سړک پر غاړه اچولی و، چې نن سهار موندل شوی.
د همدرد کورنۍ وايي، دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهېږي، چې دا کار به چا او ولې کړی وي.
د پکتیکا پولیسو هم ویلي تر اوسه د پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم لامل معلوم دی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي، چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا