کورنیو چارو وزارت بلخ ولایت کې د ترهګرو بریدونو د یوه طراح د نیول کېدو خبر ورکړی، چې په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د غوايي ۱۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه ترهګر تېره شپه په مزار شریف ښار کې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو په مزارشریف ښار کې ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د ترهګرو بریدونو یو طراح ونیوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوی کس قاري عزیز نومېږي، چې د طالبانو لیکو ته د جلب و جذب او عشر او زکات راټولولو مسوولیت یې پر غاړه وو.
د وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې نیول شوي کس په ګڼو ترهګرو بریدونو کې لاس درلود او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل