۰

ناپېژانده وسله والو کابل کې یو سناتور ټپي او مېرمن یې وژلې ده

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مشرانو جرګې د یوه غړي په کور په وسله وال برید کې سناتور افضل شامل ټپي او مېرمن یې وژل شوې ده.
ناپېژانده وسله والو کابل کې یو سناتور ټپي او مېرمن یې وژلې ده
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مشرانو جرګې د یوه غړي په کور په وسله وال برید کې سناتور افضل شامل ټپي او مېرمن یې وژل شوې ده.

د سناتور افضل شامل پر کور تېره شپه (د غوايي ۱۴ مه) د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله وال برید شوی.

د کابل د پولیسو د مطبوعاتي دفتر مسوول بصیر مجاهد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د وسله والو په برید کې سناتور افضل شامل ټپي او مېرمن یې وژل شوې ده.

د هغه په وینا د برید پر مهال د سناتور په کور کې ۱۲ ساتونکي هم موجود و او دا ښيي، چې ښايي پېښه د کورنۍ ستونزې له امله رامنځ ته شوې وي.

د کابل د پولیسو مطبوعاتي مسوول زیاتوي، تر اوسه د پېښې دقیق لامل نه دی معلوم خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

د دغه برید مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې هم د مشرانو جرګې یو غړي رفیع الله ګل افغان د کابل ښار د ۱۷ مې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي