۰

د بغلان پر امنیه قوماندانۍ ډلیز وسله وال ځانمرګی برید شوی دی

یکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
راپورنه وایي، د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا ډلیز وسله وال ځانمرګی برید شوی، خو تر اوسه یې د مرګ ژبلې په اړه معلومات نشته.
د بغلان پر امنیه قوماندانۍ ډلیز وسله وال ځانمرګی برید شوی دی
راپورنه وایي، د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا ډلیز وسله وال ځانمرګی برید شوی، خو تر اوسه یې د مرګ ژبلې په اړه معلومات نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د غوايي ۱۵ مه غرمه مهال شاوخوا یوه بجه تر سره شوی، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د بغلان پر امنیه قوماندانۍ یې لومړی د هاموي موټر په وسیله ځانمرګی برید کړی او وروسته نور وسله وال ودانۍ ته ننوتي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په اعلامیه کې د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ویلي یې دي، چې جګړه لا هم دوام لري.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي