د پاکستان امنیتي چارواکو منلې چې لاهور ښار کې یوه زیارت ته څېرمه چاودنه شوې خو د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د غوايي ۱۸ مه لاهور کې د داتاربار زیات ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان امنیتي چارواکو د چاودنې د نوعیت او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنیو ویلي دا یو ځانمرګی برید چې پر پولیسو تر سره شوی دی.
راپورنه وايي، په دې چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي خو کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې پر داتا دربار زیات له دې وړاندې ۱۳۸۹ کې هم ځانمرګی برید شوی وو چې ۳۷ تنه په کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل