فراه کې د یوه قوماندان په ګډون ۷ طالبان وژل شوي دي

18 ثور 1398 ساعت 13:31

کورنیو چارو وزارت فراه ولایت کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت فراه ولایت کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د غوايي ۱۸ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو او پوځیانو د فراه مرکز په ګینهکان ورج سیمه کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د اسدالله په نوم مشهور طالب قوماندان له خپلو ۷ ملګرو سره یو ځای وژلش وی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي او دغه راز د هغوی یوه اندازه وسلې او یو عراد موټرسایکل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د فراه ښار اړوند سیمه کې دوه تنه غله، د موټر د غلا پر مهال نیولي دي.

د وزارت په خبرپانه کې راغلي، دغه غله تېره شپه د فراه ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی او لا هم ترې پلټنې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شویو غلو د موټرو د غلا په څو پېښو کې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com