۰

کابل کې پر یوه خیریه موسیسې ځانمرګی ډلیز وسله وال برید شوی

چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۲
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د پر یوه خیریه موسیسه لومړی ځانمرګی برید او وروسته ډلیز وسله وال برید شوی دی.
کابل کې پر یوه خیریه موسیسې ځانمرګی ډلیز وسله وال برید شوی
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د پر یوه خیریه موسیسه لومړی ځانمرګی برید او وروسته ډلیز وسله وال برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له دغه ځانمرګی او وسله وال برید نن چهارشنبې د غوايي ۱۸ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰د کابل ښار د پنځلسمې امنتیي حوزې اړوند د شهر نو په سیمه کې رامنځ ته شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، برید د پاملرنې په خیریه موسیسه شوې، خو ځینې راپورونه وايي، لومړی د کونټر پارټ په نوم خیریه موسیسه ځانمرګی برید وشو او وروسته نور وسله وال دغه ودانۍ ته ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت پخلی کوي، چې لومړی ځانمرګی برید شوی او وروسته څو وسله وال چې شمېر یې نه دی معلوم، دغه ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، د موسیسې کارکوونکي یې یوه خوندي ځای ته لېږدولي او وسله وال یې کلابند کړي، چې ډېر ژر به له منځه یووړل شي.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د پېښې له ځایه ۹ تنه ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي.

بل خوا ځینې راپورونه وایي، په دغه برید کې یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي هم دي، خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی پر یوه موسیسه چې د امریکا له لوري یې ملاتړ کېږي برید کړی دی.

باید و ویل شي، چې سیمه لا هم د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده، او بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو عیني شاهدان وايي، چې دا مهال د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي