۰

ایران: که بندیزونه دوام وکړي ښايي افغان کډوال وباسو

پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، که پر هېواد یې د امریکا له لوري بندیزونه دوام وکړي نو ښايي تهران د افغان کډوالو د ایستلو تابیا وکړي.
ایران: که بندیزونه دوام وکړي ښايي افغان کډوال وباسو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، که پر هېواد یې د امریکا له لوري بندیزونه دوام وکړي نو ښايي تهران د افغان کډوالو د ایستلو تابیا وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عباس عراقچي پرون چهارشنبې شپه د (غوايي ۱۸مه) د ایران له د سما شبکې له دوهم چینل سره مرکه کې یادې څرګندونې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال ایران کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال دي چې دوه میلیونه یې په کار بوخت دي او هر کال درې تر پنځو میلیاردو یورو له ایران بهر ته وځي.

دغه راز هغه ویلي، چې ۴۶۸ زره افغان زدکوونکي په ایراني ښوونځیو کې وړیا درس وايي؛ حال دا چې هر یو یې ۶۰۰ یورو کلنی لګښت لري.

همدا رنګه زیاتوي، چې دا مهال  ۲۳ زره افغان محصلین په ایراني پوهنتونونو کې پر زدکړو بوخت دي چې هر یو یې ۱۵ زره کلنی لګښت لري.

خو ټینګار کوي، چې د امریکا د بندیزو له کبله د ایران عوایدو کې د کمښت په دوام سره ښايي تهران له افغان کډوالو وغواړي، چې نور خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، ایران نه غواړي، چې دا کار دې وشي، خو که اړ شو، چې داسې کېږي، نو مسوولیت به یې د همدې امریکا پر غاړه وي، چې افغانستان یې کړکېچ ته بېولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي