نشنل انټرسټ:

امریکا ته په کار ده، چې د جګړو ټولې سرچینې له منځه یوسي

19 ثور 1398 ساعت 10:29

نشنل انټرسټ امریکايي نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.


نشنل انټرسټ امریکايي نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د امریکا حکومت په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، دا اوږده جګړه د امریکايي وګړو پر اوږو درند بار دی او وخت د دې دی، چې امریکايي حکومت یې نور باید پای ته ورسوي.

سرچینې ټینګار کړی، نه یوازې دا چې د افغان جګړې د پای ته رسولو وخت دی، بلکې امریکايي حکومت ته په کار ده، چې د جګړو ټولې سرچینې له منځه یوسي.

د مطلب لیکوال وايي، نشه يي توکي، فساد، کمزورې حکومتولي او ورته موارد هغه څه دي چې په افغانستان کې جګړې اوږدولی او تغذیه کولی شي، خو د هغو له منځه وړل افغانستان ته دایمي ثبات راوستلی شي.

په مطلب کې ویل شوي امریکايي او افغان وګړي نور له جګړو ستړي شوي او دوی باید پر خپلو حکومتونو د فشار له لارې د جګړې د درولو او ختمولو غوښتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com