ننګرهار کې د طالبانو څلور مرکزونه له منځه وړل شوي

19 ثور 1398 ساعت 11:10

کورنیو چارواکو وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور پټنځایونه له منځه وړي دي.


کورنیو چارواکو وزارت وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو څلور پټنځایونه له منځه وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشبې د غوايي ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په خادیخېلو سیمه کې تر سره شوي دي.

وزارت وايي، په ترسره شویو عملیاتو کې د طالبانو څلور پټنځایونه چې په کې چاودېدونکي توکي، وسلې، ماینونه او مهمات هم و له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو داعش ترهګر هم نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116246

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116246/

جمهور
  https://www.jomhornews.com