۰

د هرات د کوه زور لپاره طالب ولسوال ملا نادم وژل شوی

پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
سیمه ییزه چارواکو هرات ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو سره جګړه کې د یوه طالب ولسوال په ګډون د پنخو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د هرات د کوه زور لپاره طالب ولسوال ملا نادم وژل شوی
سیمه ییزه چارواکو هرات ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو سره جګړه کې د یوه طالب ولسوال په ګډون د پنخو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

چارواکي وايي، د سیمه ییزه پاڅونوالو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته تېره شپه(د غوايي ۱۸مه) د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ د سفېدان په کلي کې شوې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دغه نښته کې د هرات د کوه زور ولسوالۍ لپاره نومول شوی طالب ولسوال ملا نادم له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د هغه په وینا ملا نادم په فارسي ولسوالۍ کې له طالبانو سره د مرستې لپاره ورغلی و، چې په جګړه کې و وژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې فارسي ولسوالۍ کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره د افغان ځواکونو او سیمه ییزه پاڅوانوالو نښتې پيل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي