د پوهنې وزیر سعودي عربستان ته تللی

19 ثور 1398 ساعت 12:12

د پوهنې وزیر ډاکټر میرویس بلخي د افغانستان په استازیتوب د ایسیسکو په درېیمه فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.


د پوهنې وزیر ډاکټر میرویس بلخي د افغانستان په استازیتوب د ایسیسکو په درېیمه فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوهنې وزارت په یوه خبرباڼه کې ویلي، محمد میرویس بلخي به د ایسیسکو په فوق العاده غونډه کې ګډون کوي چې په دې غونډه کې به د دغه سازمان نوی عمومي مدیر هم معرفي کېږي.

د سرچینې په وینا په دې غونډه کې به همدا راز د ایسیسکو د غړو هېوادونو لپاره پر نوو پلانونو او فعالیتونو هم بحثونه کېږي.

ډاکټر میرویس بلخي به هلته د افغانستان د فرهنګ او پوهنې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کوي او پر نوو پرمختګونو به بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com