د سوداګرۍ خونه:

پرچون پلورونکو په خپل سر د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي

19 ثور 1398 ساعت 12:48

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په عمده ډول د خوراکي توکو بیې په بازارونو کې نه دي لوړې شوې، خو پرچون پلورونکو په خپل سر پورته کړې دي.


د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په عمده ډول د خوراکي توکو بیې په بازارونو کې نه دي لوړې شوې، خو پرچون پلورونکو په خپل سر پورته کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن پنشنبې د غوايي ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې، او د پروچون پلورونکي یې په خپل سر د خوراکي توکو د بیو په لوړولو تورن کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د روژې مبارکې میاشتې په رسېدو سره د پلازمېنې کابل ښار په ګډون په یو شمېر بازارونو کې د نېږدې ټولو خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول پورته تللې دي.

د روژې په رسېدو سره په سبزیزجاتو، لبنیاتو، اوړو، وریجوو، غوړیو او ځینو نورو توکو بیو کې لوړوالی راغلی، په دې مانا که له ژورې مخکې د یوې ګېډۍ ګندنې بیه پنځه افغانۍ وه اوس ۲۰ تنه پورته شوې ده.

خو همدې ستونزې ته په کتو د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، په عمده ډول د توکو بیو کې لوړ والی نه دی راغلي، بلکې دا پرچون پلورونکي دي، چې په خپل سر یې د توکو بیې لوړې کړې دي.

د هغه په وینا دا چې په روژه کې تقاضا زیاته وي او پرچون پلونکي هم دې ته په کتو چې هټۍ ته یې خلک په لیکه کې ولاړ وي، له فرصته ګټه پورته کوي او توکي په لوړه بیه پلوري.

دی وايي، که څه هم څو ورځې د تورخم لارې تړل کېد، کابل کې د لویې جرګې له امله د لارو بندښت، له باروړونکو موټرو بې ځایه پیسې اخستل، د ډالر پورته تلل او د قوانینو نه پلي کولو تر یوه بریده د توکو د بیو لوړوالي کې رول لري، خو په ټول کې دومره نه دي پورته شوې، لکه پرچون پلورونکو چې متې ورته بډوهلې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په بازارونو کې د بیو د کنټرول په موخه به د سوداګرۍ خونه له حکومت سره په ګډه د څار کمېټه جوړه کړي، تر چې نرخونه کنټرول شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 116253

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116253/

جمهور
  https://www.jomhornews.com