د امریکا دفاع وزارت د مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو له پاره نېږدې یو نیم میلیارد ډالر بودیجه تصویب کړې، چې له نیم میلیارد زیاته یې افغان ځواکونو ته له ځانګړې کړې بودیجې ورکولو کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر پاتریک شاناهن له مکسیکو سره په پوله کې د ۸۰ مایله دېوال د جوړولو لپاره د دغه بودیجې ورکړه پرون تصویب کړې.
د امریکايي چارواکو په وینا د مکسیکو سره د دېوال جوړلو بودیجه کې ۶۰۴ ملیون ډالره به له هغو پیسو دېوال ته راوګرځول شي چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړي کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي ا پیسې د لګښت د سپمولو، د پروګرامونو د بدلون او د اړتیاوو د بدلولو په شمول له بېلابېلو سرچینو اخیستل شوي او له همدې کبله به دېوال ته د هغو انتقال د ځواکونو پر چمتووالي حداقل اغېز ولري.
باید و ویل شي، چې د امریکا متحدوایالتونو په روان ۲۰۱۹ مالي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴ ملیارده او ۹۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل