کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د چاوېدونکو توکو ډک موټر بم په کشف او له منځه وړلو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن د غوايي ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر بم د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له منځه وړی دی.
سرچینه زیاتوي، وسله والو طالبانو غوښتل په دغه له چاوېدونکو توکو ډک موټر د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې چاودنه وکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د افغان هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شو.
په ورته وخت کې وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، امنیتي ځواکونو په څو ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو له خوا ۹ کړۍ اېښودل شوي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د کورنوی چارو وزارت وايي، طالبانو دغه ماینونه په مرکز لښکرګاه او سنګین ولسوالیو کې د ملکي وګړو د تګ راتګ پر لارو اېښودل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل