ملي دفاع وزارت د په کندوز، فاریاب او اروزګان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ۳۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د غوایي ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د کندوز په امام صاحب، د فاریاب په خواجه سبزپوش او د اروزګان په چورې ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان هوايي ځواک د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په اسماعیل قشلاق او کم قول کلیو کې د عملیاتو پر مهال ۷ وسله وال وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو دوه قرارګاه وې، ۲ پټنځایونه او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت وايي، د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي، د ارزګان د چورې ولسوالۍ په سرې کلي کې ۴ تنه وسله وال وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو بلنداژ، ۵ کلاشینکوفونه، یو راکټ، ۲ پیکا، ۲ مخابرې او د راکټ ۲ مرمۍ له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل