کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په فراه، هرات، تخار او هلمند ولایتونو کې ۹ تنه وسله وال غله نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د غوايي ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د نقلیه وسایطو، لار شکونې او څارویو د غلا په تور نیول شوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فراه د امنیه قوماندانۍ پولیسو د دویمې ناحیې له اړوند سیمو درې تنه د وسایطو د غلا په تور له دوه عراده موټر سایکلونو سره نیول شوي دي.
دغه زار سرچینه زیاتوي، چې د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ له اړوند سیمو هم درې تنه نامسووله وسله وال له دوه میله کلاشینکوفونو سره نیول شوي.
بل خوا وزارت وایي، له دې سره د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې هم درې تنه د ۴۹ ژوو د غلا په تور نیول شوي دي.
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې پولیسو یو عراده غلا شوی موټر سایکل نیولی او خاوند ته یې سپارلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل