کندهار او سرپل کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

21 ثور 1398 ساعت 13:03

د کورنیو چارو وزارت او په شمال کې د پوځ چارواکي په سرپل او کندهار ولایت کې د ۵۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت او په شمال کې د پوځ چارواکي په سرپل او کندهار ولایت کې د ۵۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مخې دواړه سرچینې نن شنبې د غوايي ۲۱ مه په جلا خبرپاڼو کې وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې تېره شپه د کندهار په ارغنداب، شاولي کوټ ولسوالیو او د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کندهار کې د جګړې پر مهال ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د هوایي ځواک په ملاتړ په دقیق ډول د ارغنداب او شاولي کوټ ولسوالیو په خانه ګرداب، شاه تورو او جازي سیمو کې ترسره شوي دي.

بل خوا په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د سرپل لپاره د طالبانو نومول شوي والي پرون شپه له خپلو قوماندانانو سره د سنچارک ولسوالۍ د توپ خانه په سیمه کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړو چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه د رحمت الله مشهور به روباه قوماندان په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت او د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼو کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com